د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۱۶

د بريټانیا دفاع وزیر: روسیه اوس هر ممکن فرصت کې موږ ازمويي


د بريټانیا دفاع وزیر مایکل فالون وايي د روسیې او بېلاروس د راتلونکو پوځي مانورنو هدف د ناټو پارول او د دغه تړون د دفاعي پوځ ازموینه ده.

فالون بي بي سي ته ویلي چې روسیه اوس په هر ممکن فرصت کې موږ ازمويي او موږ یوه پاروونکې روسیه ګورو چې باید د دې کار په وړاندې یې غبرګون ښکاره کړو.

د ویانا د سند په اساس چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یې اساسات ايښي دي هغه هېوادونه چې په ګډه له ۱۳ زرو د زیاتو پوځیانو تمرینونه اجرا کوي باید نورو دولتونو ته اجازه ورکړي چې د هغوی د تمرینونو او مانورونو له دورې څارنه وکړي.

روسیې او بېلاروس ویلي، د سېپټمبر له ۱۴مې تر شلمې په دې پوځي تمریناتو کې چې د روسیې په لویدیځ کې کېږي ۱۲ زره او ۷۰۰ سرتیري برخه اخلي خو لویدیځ پوځي چارواکي بیا وايي، کیدای شي د روسیې او بلېاروس د پوځیانو شمېر یو لک ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG