د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۸

د ایران یوې جنګي بیړۍ د امریکايي جنګي بیړۍ ته خبرداری ورکړی


ایران وايي، د دغه هېواد یوې جنګي بیړۍ په عمان خلیج کې د یوې بلې وړې بیړۍ د ژغورنې په وخت یوې امریکايي جنګي بیړۍ ته خبرداری ورکړی دی.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، د ایران له هېڅ یوې بیړۍ سره یې پوځیانو تماس نه دی نیولی.

د ایران تسنیم خبري اژانس پرون وویل چې د امریکا دې جنګي بیړۍ د ایران د دې جنګي راکټ وړونکې بیړۍ تر خبرداري وروسته خپله لار ونیوله او مخ یې واړاوه.

دې ایراني بیړۍ هغه وړه بیړۍ ژغورله چې د کب نیونکو و او د مرستې غوښتنه یې کړې وه.

د امریکا سمندري ځواک ویلي، د سېپټمبر په شپږمه د دوی بحري ګزمې د یوې وړې ناشناسه بیړۍ د مرستې غوښتنې زیګنال ترلاسه کړی و.

XS
SM
MD
LG