د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۸

ارګ: د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو د اسلام اباد په اړه دکابل ادعاوې تائید کړې


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د نوې سټراټيژۍ تر اعلان وروسته د ګڼو اسلامي هېوادونو مشرانو له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې د افغان حکومت هغه ادعاوې تائید کړي چې ترهګري د چا له خوا تمویلېږي او څوک یې ملاتړ کوي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد پرون شپه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي هېوادونو په یوه وروستۍ غونډه کې د امریکا له نوې سټراټيژۍ پراخ هرکلی او د افغان حکومت د ادعا تائید هغه څه و چې د افغان حکومت موقف یې تر پخوا او له تمې زیات لوړ کړ.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د جمهور رئیس مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

ښاغلي ازاد وویل:

"هغه ادعاوې چې موږ درلودې چې ترهګر چېرې روزل کېږي او څوک یې تمویلوي هغه بې له دې چې موږ پرې خبرې وکړو د نورو هېوادونو مشرانو دا خبره تائید کړه. د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالتونو له سټراټيژۍ هم دغو مشرانو هرکلی وکړ. د ترکیې ولسمشر دا وړاندیز هم وکړ چې حاضر دی د افغانستان او پاکستان منځګړیتوب وکړي. دویمه لیدنه کې د قزاقستان جمهور رئیس د امریکا له نوې سټراټيژۍ هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې چمتو دی له افغانستان سره له هرې ممکنې لارې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره همکاري وکړي نو دا هغه څه دي چې د افغانستان پوزیشن یې تر هغه هم لوړ کړ چې مونږ یې تمه درلوده."

افغان ولسمشر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ساینس او ټکنالوژۍ د لومړنۍ ناستې لپاره د قزاقستان مرکز استانې ته تللی و.

ولسمشر غني په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ له لومړیو شېبو د سفر تر پایه د ترکیې، قزاقستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو له ولسمشرانو سره ولیدل.

د ارګ مانۍ په یوه بیان کې راغلي چې افغان ولسمشر پرون مخکې له دې چې افغانستان ته راشي د ازبکستان له جمهور رئیس شوکت میرضیاییف سره د دواړو هېوادونو تر منځ په شته اړیکو له هغې ډلې اقتصادي او ټرانزیټي همکارېو خبرې وکړې.

د اسلامي هېوادونو د ساینس او ټکنالوژۍ د کنفرانس په څنډه کې د ولسمشر له لیدنو ښکاري چې ده تر ډېره له ګاونډي هېواد پاکستان سره د افغانستان په رامنځته شوېو سیاسي تحولاتو او نورو سیاستونو تمرکز درلود.

لکه څنګه چې د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وویل، افغان ولسمشر د ترکیې د ولسمشر له هغه وړاندیز هرکلی کړی چې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو په برخه کې منځګړیتوب وکړي.

دی وايي:

"د ترکیې په څېر یو هېواد چې نه یوازې په سیمه کې مطرح دی بلکې د پاکستان سره هم ښې اړیکې لري زموږ توقع هم ترې دا ده چې په پاکستان ډیپلوماټیک فشار راولي. پاکستان دې ته اړ باسي چې د ترهګرو په خاصه توګه د طالبانو پټن‎ځایونه چې په پاکستان کې دي او هملته تمویلېږي د هغو څخه لاس واخلي او د افغان دولت له هغې مبارزې چې د ترهګرۍ په وړاندې یې مخته بیايي ملاتړ وکړي. دا چې ترکیه څنګه دا رول مخ ته وړي دا د ترکیې او پاکستان د اړیکو او د مشرانو په لیدنو پورې اړه لري. موږ ډاډمن یو چې که نن وي یا سبا پاکستان دې ته اړ کیږي چې له دې مبارزې [له ترهګرۍ سره مبارزه] ملاتړ وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ولسمشر ممنون حسین او د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د ناستې جزئیات خپاره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې د پروسې په اړه د خپل هېواد له هڅو یادونه کړې ده او ولسمشر اردوغان هم چمتووالی ښوولی چې په افغانستان کې به د سولې د پروسې او د پرمختګ لپاره اړینه همکاري وکړي.

پاکستان په داسې حال کې د سیمې په خاصه توګه د افغانستان د سولې او ثبات د هڅو یادونه کړې چې دا هېواد د امریکا د سټراټيژۍ د اعلان پر وخت د همدې ژمنو د نه پوره کولو لپاره سخت پړ وبلل شو.

د متحده ایالتونو ولسمشر وویل، پاکستان میلیاردونه ډالره له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم له امریکا اخیستي خو په دې برخه کې یې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

ټرمپ وویل، پاکستان هغو ترهګرو ته پناه ورکوي چې د افغان حکومت پر ضد وسله وال مخالفت کوي او امریکایان ګواښي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG