د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۹

ټرمپ: ايرما توپان ته د چمتووالي لپاره له فدرال سرچینو ګټه واخلئ


د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایرما توپان په خاطر سخت خواشینی دی او له دغه خطرناکه توپان سره د مخ کېدو د ښه چمتووالي لپاره یې چارواکو ته امر کړ چې له فدرال سرچینې بشپړه استفاده وکړي.

ایرما سمندري توپان د فلورېډا ایالت له ټاپوګانو اوښتی او د همدغه ایالت په خوا ور روان دی.

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر پرون د بیړنیو حالاتو له فدرال ادارې څخه ولیدل او د ولسمشر خبرې یې چارواکو ته ورسولې.

دی وايي:

"تازه له کمپ ډېوېډ راغلي یو، ولسمشر ټرمپ حالات څارلي دي. د جنوبي فلورېډا او ټول ایالت خلک دې ډاډه و اوسي چې موږ ورسره یو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلوریډا والي سکاټ او نورو چارواکو ته د ایرما سمندري توپان سره د مخ کېدو د ښه چمتووالي لپاره د فدرال سرچینو د بشپړې استفادې امر کړی دی. موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو خو باید یاده مو و چې دا یو خطرناکه توپان دی او لا هم چلیږي."

ولسمشر ټرمپ او د کابینې غړیو پرون وختي په کمپ ډېوېډ کې د ایرما توپان په وړاندې د فدرال ادارې د چمتووالي په سر خبرې کړې وې.

مرستیال ولسمشر ښاغلي پنس د بیړنیو حالاتو فدرال ادارې څخه په لیدنه کې له ټولو هغو خلکو چې له خطر سره مخامخ دي وغوښتل چې د سیمه‎ییزو چارواکو خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.

د مرستیال ولسمشر مایک پنس دا څرګندونې په داسې وخت کې وشوې چې ایرما توپان په چټکۍ فلوریډا ایالت ته ور روان دی.

دا توپان چې په ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره پر مخ ځي د فلوریډا په جنوب کې د څو وړو ټاپو ګانو له سره تېر شوی دی او پرون یې د میامي ښار ځینې برخې هم تر اوبو لاندې کړي دي.

کیدای شي توپان نن ناوخته د فلوریډا مکسیکو خلیج، ټامپا او سینټ پیټرزبرګ سیمو ته ورسېږي.

د فلوریډا ایالتي چارواکو د هغو سیمو د پنځه میلیونه اوسیدونکو د ایستلو امر کړی چې د ایرما سمندري توپان له ګواښ سره مخ بلل شوي دي.

ایرما توپان په امریکا متحده ایالتونو کې د هاروې له خطرناکه سمندري توپان وروسته پيل شوی او په امریکا کې تر ټولو ستر دوېیم سمندري توپان یاد شوی دی.

هاروې سمندري توپان څو اوونۍ مخکې تګزاس ایالت په خاصه توګه هیوسټون ښار سخت وځاپه.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG