د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۵۵

ولسمشر غني او اجرائيه رئيس د نانسي دوپري پر مړينې خواشيني وښوده


د افغانستان ولسمشر او اجرائيه رئيس د پېژندل شوې لرغونپوهې نانسي دوپري پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.

محمد اشرف غني او عبداله عبداله د افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو د خونديتوب په برخه کې د نانسي دوپري هڅې د قدر وړ ګڼلې دي.

نانسي دوپري چې په خټه امريکايۍ وه، له اوږدې مودې راهيسې ناروغه وه، چې تېره شپه د نهه اتيا کلونو په عمر مړه شوه.

په همدې تړاو په کابل کې د امريکا د سفارت په اعلاميه کې ځانګړي شارژدافيير هوګو لارينس هم د مېرمن دوپري پر مړينې خواشيني ښوولې او ويلي يې دي، هغې له نولس سوه دوشپېتم (١٩٦٢م) کال څخه د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د خونديتوب لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند نن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د مېرمن دوپري مړينه يوه لويه ضايعه وګڼله.

مېرمن نانسي دوپري ته د افغانستان لپاره د ارزښتمنو خدمتونو له کبله د افغانستان تابعيت هم ورکړل شوى و.

هغې څو لسيزې د افغانستان د لرغونو اثارو په راټولولو او نړۍ ته يې په ورپېژندلو کې کار کړى و.

XS
SM
MD
LG