د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۴

داور: د درزاب ولسوالۍ ٨٠ فيصده اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه شوي


بېځايه شوې کورنۍ

د جوزجان ولايت محلي چارواکي وايي په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د تحرکاتو له کبله زيات کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د درزاب سرپرست ولسوال باز محمد داور د يکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، د ولسوالۍ اتيا فيصده اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه شوي دي:

”په درزاب ولسوالۍ کې دا مهال د داعش ډلې تقريباً زر تنه وسلوال راغونډ شوي، امنيې قوماندانۍ ته پر څېرمه سيمو کنټرول لري. د ولسوالۍ ښوونځي يې تړلي، ١٨ زره او ٥٠٠ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. د داعش په وسلوالو کې چچنيايان او پاکستانيان هم شامل دي. دغه ولسوالي چې يو لک او شل زره اوسېدونکي لري، اتيا فيصده يې نورو سيمو ته بېځايه شوي دي“

تر دې مخکې راپور ورکړل شوى و، چې وسلوالو طالبانو او د داعش جنګياليو د درزاب او قوش-تيپې ترمنځ لار کې ٣٣ تنه ملکيان له ځان سره بېولي دي.

خو د جوجان چارواکو دا خبر رد کړ.

د دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي، په جوزجان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره پوځي عمليات پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG