د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۴۷

سکاشويلي اوکراين ته د تګ لپاره خپله پاليسي بدله کړه


سکاشويلي

د ګرجستان پخواني ولسمشر او د اوکراين د اوديسا سيمې پخواني والي ميخايل سکاشويلي نن اوکراين ته د ستنېدو لپاره خپله پاليسي بدله کړه.

دى د دې پرځاى چې په موټر کې اوکراين ته واوړي، په پولنډ کې هغه رېګاډي ته وخوت، چې سيده د اوکراين لفيف (Lviv) ښار ته ځي.

د اوکراين پوليس د پولنډ سرحد ته نږدې د خپلو پوستو په تحکيماتو بوخت وو.

سکاشويلي په داسې حال کې اوکراين ته د تګ خبره کړې، چې اوکرايينى تابعيت يې د ولسمشر پيټرو پروشينکو په امر ورڅخه اخيستل شوى دى.

تبليسي د هغو ادعاوو له کبله د سکاشويلي د نيولو او ګرجستان ته يې د سپارلو هڅه کوي، چې په کې ويل شوي ده له ٢٠٠٤م څخه تر ٢٠١٣م کاله پورې چې کله د ګرجستان ولسمشر و، له قدرت څخه ناوړه استفاده کړې او غيرقانوني ملکيتونه يې ردلودل. سکاشويلي دغه ادعاګانې ردوي.

XS
SM
MD
LG