د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۱۰

ايرما توفان د امريکا د فلوريدا ځينو برخو ته ورسېد


د ايرما په نوم توفان چې شديد بادونه او بارانونه ورسره مله دي، نن د امريکا د فلوريدا ايالت ځينو برخو ته ورسېد.

اټکل کېږي دغه توفان د ټمپا او سنټ پيټرزبرګ ښارونو په ګډون د مکسيکو خليج د ساحل په اوږدو کې د نورو ګڼ مېشتو سيمو خوا ته لاړ شي.

د فلوريدا ګورنر يا والي ريک سکاټ (RICK SCOTT) پرون ناوخته يوه کنفرانس ته وويل:

”د خلکو د ژوند خوندي کول زموږ مهم لومړيتوب دى، موږ به د کورنيو د خوندي کولو لپاره هره هڅه وکړو. زه له ټولو غواړم چې پر خپلو ګاونډيانو، کورنيو او ملګرو نظر وساتي“

تر دې وړاندې د توپان درجه ۵ بلل شوې وه خو اوس يې درجه درېيو ته راټيټه شوې ده.

نن د دې توپان سرعت په هر ساعت کې ٢١٠ کیلو متره اټکل شوى دى.

XS
SM
MD
LG