د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۰۹

د اوکراين پوليس د پولنډ سرحد ته څېرمه په تحکيماتو بوخت دي


د اوکراين پوليس نن د پولنډ سرحد ته څېرمه په خپلو پوستو کې په تحکيماتو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تمه کېږي د ګرجستان پخوانى ولسمشر او د اوکراين د اوديسا سيمې پخوانى والي ميخايل سکاشويلي اوکراين ته ورسېږي.

سکاشويلي ويلي، چې غواړي نن اوکراين ته لاړ شي او يو وار بيا د اوکراين تابعيت واخلي، له ده څخه دغه تابعيت اخيستل شوى و.

که دى اوکراين ته داخلېږي، دا خطر شته چې د ګرجستان د حکومت په غوښتنه ونيول شي، يا هم د ضروري اسنادو او د کوم هېواد د تابعيت نه درلودو له کبله يې اوکراين ته د ننوتلو مخه ونيول شي.

تبليسي د هغو ادعاوو له کبله د سکاشويلي د نيولو او ګرجستان ته يې د سپارلو هڅه کوي، چې په کې ويل شوي ده له ٢٠٠٤م څخه تر ٢٠١٣م کاله پورې چې کله د ګرجستان ولسمشر و، له قدرت څخه ناوړه استفاده کړې او غيرقانوني ملکيتونه يې ردلودل. سکاشويلي دغه ادعاګانې ردوي.

دى په ٢٠١٥م کال کې له ګرجستان څخه اوکراين ته لاړ چې د اوکراين له غرب-پلوه چارواکو سره د اوديسا سيمې د والي په توګه فعاليت وکړي.

XS
SM
MD
LG