د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۰۷

ځایي پولیس: د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ټکر پېښې ۱۰ تنه وژلي


له پاکستانه رارسېدلي راپورونه وايي، ١٠ کسان هغه وخت مړه او ١٤ نور ټپيان شول چې په پنجاب ايالت کې يو مسافروړونکى موټر له يوه ټېلر سره ټکر شو.

پوليس وايي، ټکر پرون شنبه ناوخته لايه ښارګوټي ته نېږدې د مسافروړونکي موټر د تېز سرعت له کبله شوى دى.

چارواکي وايي ۱۰ واړه مړه شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي.

د پوليسو په خبره، دغه کسان يوه واده ته روان وو.

XS
SM
MD
LG