د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د فوټبال لیګ په شپږم پړاو کې موج های امو عقابان لوبډله ماته کړه


د فوټبال لیګ د شپږم پړوا سیالیو په لړ کې تېره ورځ موج های امو له عقابان هندوکش څخه لوبه وګټله.

د فوټبال فدراسیون مرستیال بصیر قیومي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې لوبې لومړۍ نیمایي بې نتیجې پای ته ورسېده، خو په دوهمه نیمايي کې د موج های امو لوبغاړي فرهاد هادي یو ګول وواهه او لوبه یې ۱ د صفر پر وړاندې د موج های امو په ګټه پای ته ورسوله.

په پام کې ده چې د فوټبال لیګ د شپږم پړوا څلورمه لوبه د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د سیمرغ البرز او اباسین څپې لوبډلو تر منځ وشي.

XS
SM
MD
LG