د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۴

م.م: د شمالي کوريا لانجه د نړۍ له تر ټولو بدو بحرانونو څخه ده


د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د شمالي کوريا د اټمي او باليسټيک توغنديو د پروګرامونو پر سر لانجه په تېرو څو کلونو کې د نړۍ تر ټولو بدو بحرانونو څخه ده.

انتونيو ګوتيريش دا خبره له يوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې کړې چې نن خپره شوې ده.

هغه ويلي، دا تر ټولو جدي بحرانونو څخه دى چې له تېرو څو کلونو راهيسې ورسره نه وو مخامخ شوي.

انتونيو ګوتيريش وويل، دا مهمه ده چې شمالي کوريا د اټمي او باليسټيک ميزاييلو پروګرامونو فعاليت ودروي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليکونو ته د قدر په سترګه وګوري.

XS
SM
MD
LG