د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

حماس خيريه بنسټ په پکتیا کې۱۰۰ يتيمانو ته د زده کړو زمينه برابره کړه


په پکتيا کې د ۱۰۰ يتيمو زده کوونکو لپاره د «حماس خيريه بنسټ» او اسلامي دعوت ګوند ولايتي دفتر له لوري په شريک ډول په شخصي ښوونځي کې د وړيا زده کړو زمينه برابرېدو په موخه د دواړو ادارو له لوري کاغذونه لاسليک شول او عملاً يې څو تنه زده کوونکي ښوونځي ته ورمعرفي کړل.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د «حماس خيره بنسټ» په نوم يوې شخصي ادارې د يتيمو او بې سرپرستو ماشومانو د راتلونکي روښانه کېدو لپاره د دعوت په نوم په شخصي لېسه کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړه.

د حماس خيريه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس رسنيو ته د قرارداد لاسليک کېدو پرمهال وويل چې دوی دغه سل يتيم او بې سرپرسته ماشومان د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سياف په مالي ملاتړ په ښوونځي کې شامل کړي او د زده کړو تر پايه يې لګښت د هغه په غاړه دی:

"نن د حماس خيريه بنسټ په وړانديز او د دعوت اسلامي په توافق داسې يو لوی کار ترسره کېږي چې تر دې وړاندې يې ساری نه ليدل کېږي، هغه د ۱۰۰ يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو د زده کړې پروسه تکميلول دي موږ د دوی لپاره په شخصي ډول د زده کړې زمينه سازي کړې او د دوی ټول لګښت به د دعوت اسلامي ګوند مشر استاد سياف ورکوي چې موږ څومره محاسبه کړی ده يو شاګرد باندې تقريباً د مياشتې يونيم زر افغانۍ راځي، په کال کې د سلو نفرو ديارلس نيم لکه افغانۍ راځي او دا چې زموږ توافق نامه تر فراغت پورې له دوی سره ده نو د دې ټول لګښت ۱۶.۲ ميليونه افغانۍ کيږي."

ده دا هم وويل چې دوی په لاس کې دومره امکانات نه لري چې دې ټولو ماشومانو ته پرې د هغوی د ضرورت وړ نور لازم مواد لکه د کتابونو، کاليو او بوټونو مصارف وکړي خو تمه لري چې د سيمې تجاران به ورسره دې برخه کې همکاري وکړي.

د اسلامي دعوت ګوند د سوېل ختيځ دفتر مشر عبدالحنان حق ويون وويل چې دوی پخوا هم ورته همکارۍ کړې دي او بې سرپرسته ماشومانو ته يې په ښوونځي کې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې خو دا په لويه کچه يو کار وو چې په لوړ لګښت سره د عبدالرب رسول سياف په مالي ملاتړ ترسره کېږي:

"يو څه چې ډاکټر صاحب ونه ويل زه به يې ووايم، په دې کې حماس خيريه بنسټ فعاله ونډه اخيستې ده چې بوټونه، کالي او کتابونه به ورته اخلي او باقي د پيس او ټرانسپورټ پيسې به يې استاد ورکوي او زموږ هڅه دا ده، چې دې ډول نورو ماشومانو ته هم دا اسانتيا برابره کړو."

ده دا هم وويل چې د اسلامي دعوت ګوند له مشرتابه او غړيو څخه يې په دې ولايت کې د نورو علمي پروګرامونو د پلې کېدو غوښتنه هم کړې او په راتلونکي کې به نور پروګرامونه هم پلي کړي.

په پکتيا کې سلو يتيمو ماشومانو ته په شخصي ښوونځيو کې د زده کړې زمينې برابرولو دغه پروګرام حماس خيريه بنسټ په داسې حال کې ترتيبوي چې څلور مياشتې مخکې دغه بنسټ رامنځته شوی او له هغه پيله تر دې مهاله يې په پکتيا کې د اړمنو کورنيو او يتيمو ماشومانو سره بېلابېلې مرستې لکه د خوراکي توکو، سرپنا پيدا کېدو، ښوونځيو ته د ماشومانو شاملېدو او نورې زياتې مرستې کړې دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG