د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

ساکاشویلي د اوکراین د تابعیت اخیستو لپاره دعوا مخ ته وړي


د ګرجستان پخوانی ولسمشر او د اوکراین د ادیسه د سیمې پخوانی والي میخایل ساکاشویلي چې اوس نه د ګرجستان او نه هم د اوکراین تابعیت لري، غواړي بېرته اوکراین ته ولاړشي او د دې هېواد د تابعیت اخیستو لپاره په محکمه کې خپله دعوا مخ ته یوسي.

ټاکل شوې نوموړی نن د ځمکې له لارې له پولنډ څخه اوکراین ته ننوځي.

د اوکراین پولیس هم له دغې ګډې پولې سره د تیارسۍ په حال کې دي.

۴۹ کلن ساکاشویلي ویلي، ټینګ عزم لري چې بېرته اوکراین ته ولاړشي خو د دې خطر هم شته چې اوکراین ته له ننوتو سره سم د ګرجستان د حکومت په غوښتنه ونیول شي یا هم ښایي ورته په دې خاطر چې هغه بې وطنه دی او لازم اسناد نه لري، د ننوتو اجازه ورنه کړل شي.

تبلیسي ساکاشویلي چې نهه کاله یې له ۲۰۰۴ نه تر۲۰۱۳ کاله پورې د ګرجستان د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، د خپلې واکمنۍ په موده کې له قدرته په ناوړه استفادې او د ملکیتونو په اختلاص تورن کړی او د هغه د نیولو او ورسپارلو غوښتنه یې کړې ده.

ساکاشویلي، دغه تورنه ردکړي او ویلي یې دي چې هغه د سیاسي انګېزې له مخې پرده لګول شوي دي.

ساکاشویلي په ۲۰۱۵ کال له ګرجستانه اوکراین ته ولاړ چې د دې هېواد له لوېدیځ پلوي حکومت سره د ادیسه د سیمې د والي په توګه دنده ترسره کړي.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې چې کله یې د اوکراین پاسپورټ واخیست، د ګرجستان تابعیت له لاسه ورکړ ځکه هغه هېواد دوه ګوني تابعیت ته اجازه نه ورکوي.

ساکاشویلي د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې وروسته له هغې د تبلیسي د والي په توګه له دندې استعفا وکړه چې د اوکراین له ولسمشر پترو پروشینکو سره یې اختلافات پیدا شول.

د اوکراین ولسمشر
د اوکراین ولسمشر

پروشینکو هم په جولای میاشت کې چې کله نوموړی له اوکراینه بهر په سفرو، د اوکراین تابعیت ورڅخه واخیست.

ساکاشویلي ویلي، بېرته اوکراین ته د دې لپاره ځي چې د دغې پرېکړې پرضد په محکمه کې دعوا وکړي او سیاسي فعالیت بیرته پیل کړي.

ساکاشویلي ویلي په اوکرایني پاسپورټ سفر کوي او هیله من دی چې له پولې سره د اوکراین یو شمېر سیاستوال او د پارلمان غړي او هم د هغه ګوند په زرګونو پلویان چې ده په اوکراین کې تاسیس کړی، د ده هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG