د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۱۶

ټرمپ او اردوغان پر غښتلو اړیکو او ګډ کار موافقه کړې ده


د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو دفترونو وویل چې ډونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان په ټلیفوني خبرو کې موافقه وکړه چې د غښتلیو اړیکو او سیمه ییز امنیت لپاره به ګډ کار وکړي.

د سپينې ماڼۍ ویندوی پرون شنبه وویل، ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د ثبات د پیاوړتیا لپاره د امریکا او ترکیې پر ژمنو ټینګار وکړ.

د ترکیې د ولسمشر دفتر وویل، دواړو مشرانو د امریکا د متحدو ایالتونو او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت یادونه وکړه او په سیمه کې یې د ثبات د زیاتېدو او د دوو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د پر له پسې کار پر اهمیت تاکید وکړ.

XS
SM
MD
LG