د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۴

د «ایرما» توپان په فلوریډا ایالت کې ټمپا ښار ته مخه کړې ده


اټکلونه ښيي چې د «ایرما» په نوم زورور توپان د امریکا په فلوریدا ایالت کې ټمپا ښار ته مخه کړې ده.

دا توپان د کیوبا او کربین ټاپوګانو د یو شمېر سیمو له ځپلو وروسته په شدت د فلوریډا لور ته روان دی.

په امریکا کې د توپانونو ملي مرکز پرون شنبه اټکل وکړ چې د میامي ښار د ایرما توپان له مستقیم خطر سره مخامخ نه دی.

تر دې وړاندې د توپان درجه ۵ بلل شوې وه خو اوس درې درجې ګڼل کېږي.

د دې توپان سرعت په هر ساعت کې ۲ سوه کېلو متره اټکل کېږي.

د فلوریډا ټمپا ښار له ۱۹۲۱ میلادي کال را په دې خوا له کوم سخت توپان سره نه و مخامخ شوی.

تر اوسه پورې د ایرما توپان له کبله په کربین ټاپوګانو او کیوبا کې د ۲۰ تنو مړینه تائید شوې ده.

XS
SM
MD
LG