د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د سوریې رژيم ځواکونو په دیرالزور کې د داعش ډلې پر ضد تازه عملیات پیل کړي


د سوريې په ختیځ ولایت دیر الزور کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره نوي او پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.

په دې عملیاتو کې د سوريې ډیموکراټیک ځواک چې امریکا يې ملاتړ کوي او د سوريې حکومتي ځواکونه چې د روسيې هوايي ملاتړ ورسره دی له جلا جلا لورو څخه حرکت کوي.

د کرد وسله والو د ډیموراټیک ځواک چې سني وسله وال هم ورسره دي، یوه مشر د شنبې په ورځ وویل هیله‌مند دي چې دوی به ډېر ژر دیر الزور ښار ونیسي.

بل لورته د سوريي حکومتي ځواکونو چې روسیه يې هوايي ملاتړ کوي د دیر الزور د هوايي ډګر په لور خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

دا هغه سیمه ده چېرته چې شااوخوا درې کاله وړاندې داعش ډلې زرګونه ملکیان او سوريې حکومتي ځواکونه کلابند کړل.

تر دې تازه عملیاتو څو ورځې وړاندې د سوريې پوځ د روسيې په هوايي او د لبنان د حزب الله شیعه ملېشو په ملاتړ د دیر الزور درې کلنه کلابندي ماته کړه.

په همدې حال کې د سوريې د بشري حقونو ډله چې له لندن څخه فعالیت کوي تائیدوي چې د سوريې حکومتي ځواکونه د دیر الزور هوايي ډګر ته نېږدې شوي دي.

د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سوريې دیر الزور او رقه ښارونه ونیول.

د کردانو ډیموکراټیک ځواک د تېرې جون میاشت په لومړیو کې د امریکا په پراخ هوايي ملاتړ له داعش څخه د رقه ښار د نیولو عملیات پیل کړل چې د امریکايې چارواکو په وینا تر اوسه يې د دې ښار شپیته په سلو کې برخه په خپل کنټرول کې راوستې ده.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد هوايي بریدونه پیل کړل.

XS
SM
MD
LG