د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۶

دهقان: د کونړ ناواپاس کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژل شوي


د کونړ امنيه قومانداني وايي، د شنبې ورځې سهار د غرمې تر ۱۲بجو پورې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ډیورند پر کرښه پروت ناواپاس کې د افغان پوله ساتو سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه چې پکې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو په سیمه کې پر پرتو امنیتي پوستو حمله وکړه چې د افغان ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې ۱۱ وسله وال ووژل شول:

"چې په نتیجه کې يې۱۱ مخالفین په قتل رسېدلې دي، جسدونه يې د جنګ په میدان کې پراته دي او څلور تنه يې ټپیان دي."

هغه وايي، په یاده نښته کې څلور افغان پوله ساتي سرتېري هم سرسري ټپیان شوي دي چې حالت یې د ډاډ وړ دی.

نوموړي زیاته کړه چې جګړه اوس درېدلې ده.

تراوسه وسله والو طالبانو د یادې جګړې او هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي.

سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند پر کرښه پرته ده او په ناواپاس کې پاکستاني او افغان پوله ساتي سرتېري څنګ پر څنګ پراته دي.

پخوا د ناواپاس پر لاره هره ورځ پېښور او کونړ ته په سلګونو خلکو تګ راتګ کاوه خو له تېرو څو کلونو دغه لاره د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې.

XS
SM
MD
LG