د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۳

والي: په بادغیس کې د طالبانو حمله کې ۶پولیس وژل شوي


شپږ تنه افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې وژل شوي چې وسله والو طالبانو یې پر پوستې برید وکړ.

د بادغیس والي محمد انور اسحق زي ازادي راډیو ته وویل چې دا برید تېره ورځ د ګلچین سیمې پر امنیتي پوسته شوی دی.

د بادغیس چارواکي وایي، په دې برید کې دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG