د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۰۳

په کیوبا کې د «ایرما» په نوم توپان بله څپه پیل شوه


وروسته له هغه چې په کیوبا کې د ایرما په نوم توپان څه باندې شل تنه ووژل، د دغه توپان یوه بله د پنځمې کتګورۍ څپه تېره ورځ ناوخته پیل شوه.

دغه نوې څپه چې په ساعت کې د ۲۵۷ کېلومتره سرعت باد ورسره ملګری دی، د جنوبي فلوریډا په لور روان دی.

دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې په دې شدت توپان کیوبا ځپي.

په کارائیب ټاپو ګانو کې زرګونه کسان هڅه کوي یا پناه ځایونه ځان ته پیدا کړي او یا له سیمي وتښتي.

د فلوریډا مشر ریک سکاټ د جنوبي فلوریډا پر اوسېدونکو غږ کړی چې ژر تر ژره له سیمي ووزي.

په فلوریډا ایالت کې شااوخوا پنځه نیم میلیونه کسانو او دغه راز د جورجیا په ساحل کې ۵۴۰ زرو کسانو ته له سیمي د وتلو خبرداری ورکړل شوی.

چارواکو هغو کسانو ته چې له سیمې نه دې وتلي سرپناوې پرانیستې دي.

د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي چې تمه ده دغه توپان د سپټمبر د لسمې نېټې پر سهار د فلوریډا جزایرو ته ورسېږي او زیاتوي چې د دغو جزایرو هیڅ ځای به خوندي نه وي.

XS
SM
MD
LG