د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۲۰

مسؤلین: هلمند کې سږ کال د کرنې په برخه کې ۱۳ پروژې تطبیق شوي


مسؤلین: هلمند کې سږ کال له پراختیایي بودجې ۲ سوه میلیونه افغانۍ لګېدلي

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله قلم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیل راهیسې په هلمند کې د کرنې په برخه کې، د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې څخه څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ لیګیدلي دي.

د ښاغلي قلم په خبره، په دې سره سږ کال د دغه ولایت د کرنیزو توکو په تولیداتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي وویل چې دوی یوازې سږ کال ۱۳ بېلا بېلې پروژې د اصلاح شویو تخمونو، طبیعي منابعو، نباتي امراضو او د چرګانو د فارمونو په برخه کې تطبیق کړې دي.

قلم وايي چې د ۳نورو پروژو تدارکاتي مراحل په جریان کې دي چې د دغو پروژو په تطبیق سره به د بزګرانو په کار کې ۲۵ سلنه ښه والی راشي.

XS
SM
MD
LG