د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۰۴

فارن پالیسي: امریکا بیا د افغانستان جګړې ته داخلېږي


ډیپلوماټ خپرونې افغان هوايي ځواک ته د ۱۵۰ هلیکوپټرو د ورکولو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

خپرونه لیکي، دا هلیکوپټرونه تر ۲۰۲۲ میلادي کاله پورې افغانستان ته سپارل کېږي او په هغه صورت کې به اغیزمن ثابت شي چې د ترمیم او د پیلوټانو د روزنې په برخه موثر ګامونه پورته شي.

ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي: د دې هلیکوپټرونو موثریت به هغه مهال معلوم شي چې د جګړې په اوسني او راتلونکي فصل کې ترې ګټه واخستل شي.

د مقالې لیکوال وايي، اوس چې متحده ایالات په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد هوايي بریدونه زیاتوي، افغان ځواکونه به هم په دې عملیاتو کې برخه ولري او د نویو هلیکوپټرو ترلاسه کول به د افغان ځواکونو د جګړې پر فرهنګ اغیزه ولري.

ددې هلیکوپټرو په ترلاسه کولو سره به چې هجومي بڼه هم لري د یوه مسلکي پوځي ځواک د جوړېدو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي: امریکا ژمنه کړې ده چې تر راتلونکو ۴ کلونو به پر افغان هوايي ځواک شااوخوا ۷ میلیارده ډالر ولګوي خو د مقالې د لیکوال په باور افغانستان د دې الوتکو د ترمیم په برخه کې نیمګړتیاوې لري او باید دا ډاډ هم ترلاسه شي چې تر دوه زره او دوویشتم کال پورې افغانستان د دې هلیکوپټرو د پرواز لپاره تجربه لرونکي پیلوټان ولري.

فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې تر دې عنوان لاندې چې «امریکا بیا د افغانستان جګړې ته داخلېږي»یو مطلب خپور کړی دی.

فارن پالیسي لیکي: د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د دې هېواد لپاره د واشنګټن د پخوانۍ تګلارې په مقایسه ظاهري توپیر لري نه عملي.

خپرونه وايي، امریکا لا هم هغه ستراتیژي نه لري چې په افغانستان کې د بریالیتوب نښې په کې معلومې شي.

خپرونه زیاتوي: دا سمه ده چې امریکا وايي، په افغانستان کې به له ټولو هغو امکاناتو کار واخلي چې په واک کې يې لري، خو د واشنګټن دا پالیسي دومره عملي نه ښکاري ځکه چې امریکا یوازې پر دې ټینګار کوي چې افغانستان به پرینږدي چې بیا د تروریستانو په پناه ګاه بدل شي‎.

خپرونه وړاندې لیکي: امریکا غواړي شااوخوا درې نیم زره نور سرتیري افغانستان ته ولیږي چې په دې هېواد کې به د امریکايې سرتېرو شمېر لسو زرو ته ورسوي، خو پوښتنه داده چې هغه کار چې سل زره سرتېرو ونه کړای شو ایا لس زره به يې سرته ورسوي؟

د مطلب لیکوال جان بالتن چې پخوانی امریکايي جنرال دی، وايي، له کلونو کلونو جګړې وروسته امریکا دا نه ده معلومه کړې چې د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز په کومه سطحه کې دی او ایا له هغو چیلنجونو سره مقابله کولی شي چې ورسره مخ کېږي؟

فارن پالیسي وايي، له هر څه مخکې باید د افغان ځواکونو توانمندي لوړه شي تر څو په اوسنی ګډه جګړه کې اغیزمن ثابت شي او په راتلونکې کې پرته له بهرنی همکاری مسولیتونه پر غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG