د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۱۴

د کاپیسا د علماء شورا مشر د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو


ناڅرګندو وسله والو د کاپیسا د علماء شورا رئیس وژلی دی.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې مولوي ګل محمد او یو تن ساتونکی یې نن شنبه سهار وژل شوي دي.

دا پېښه نن شنبه سهار د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په حصه دوم سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر دامهاله ددې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د کاپيسا د ګاونډي پروان ولایت د علماء شورا مشر هم په بمي چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG