د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۷

روسیې نوی سفیر: مسکو له واشنګټن سره د اړیکو ښه کولو ته تیار دی


د امریکا په متحدو ایالاتو کې د روسیې نوي سفیر پرون جمعه وویل چې مسکو له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د کلکو ګامونو پورته کولو ته تیار دی.

په واشنګټن کې د روسیې نوی سفیر په داسې حالت کې کار پيلوي چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکېچ لا زیات شوی دی.

د روسیې دولتي مطبوعات وايي چې نوي سفیر، اناتولي انتونوف پرون د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خپل باورلیک یا اعتماد نامه وړاندې کړه.

د روسیې د مطبوعاتو په حواله، انتونوف ویلي چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره یې لنډه کتنه درلوده څو خپل باور لیک ورته وړاندې کړي.

هغه ویلي:

"ما له خپل پلوه ولسمشر ټرمپ ته وویل چې موږ د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو هيله لرو، زموږ د خبرو فضا ښه، دوستانه او مثبته وه."

امریکايي چارواکو لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

د امریکا متحدو ایالاتو د اګست په یو دېرشمه نېټه په سان فرانسېسکو کې د روسیې د قنسولګرۍ او په نیویارک او واشنګټن کې د روسیې د تجارتي خونو د بندولو پرېکړه وکړه.

تر دې مخکې، روسیې له امریکا وغوښتل چې په مسکو او نورو ښارونوکې د خپلو ډیپلوماټیکو دفترونو د کارکونوکو شمېر ۴۴۵ کسانو ته را کم کړي.

پر دې اساس، په روسیه کې د امریکا د ډيپلوماټیک ماموریت ۷۵۵ مامورین کم شوي و.

په مسکو کې د امریکا سفارت
په مسکو کې د امریکا سفارت

د واشنګټن لپاره د امریکا نوی سفیر د اروپايي اتحادیې تر بندیزونو لاندې دی.

دا پوخ روسی ډیپلومات په اوکراین کې د روسيې د لاسوهنې له امله د اروپا د بندیزونو په لېست کې راغلی دی.

هغه ویلي چې روسیه غواړي چې له امریکا سره د باور، متقابل احترام او متقابلو ګټو پر بنا روابط ولري.

د روسیې سفیر له جمهور رئیس ډونالد ټرمپ سره تر کتنې مخکې، پر دې خواشیني څرګنده کړې وه چې د امریکا او روسیې روابط په داسې حال کې نازک شوي چې نړۍ له زیاتو ستونزمنو سیاسي مسئلو سره مخامخ ده او دواړو هېوادونو په ګډه د هغوی د حل لپاره کار کولائ شوائ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال، په مکرر ډول له روسیې سره د امریکا دروابطو د ښه کولو امید کړی و او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین یې ستایلی و.

خو د اړیکو د ښه کولو هڅې له زیاتو خنډونو سره مخامخ شوې دي.

د بېلګې په ډول، د امریکا کانګرس په وروستیو کې د اوکراین په حالاتو کې د لاسوهنې، د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او د کرېمیا ټاپووزمې د اشغال له امله، پر روسیې بندیزونه ټینګ کړی و.

په واشنګټن کې د روسیې مخکني سفیر سرګې کسیاک د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال، د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له یو شمېر غړو سره د ارتباط له امله زیاته غوغا جوړه کړه.

سرګې کسیاک د جولاي په ۲۲مه نېټه په واشنګټن کې خپله ډيپلوماټیکه دوره پای ته ورسوله او اناتولي انتونتوف ته یې لار ورکړه چې د روسیې په دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کې یې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG