د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۶

قزاقستان ۶۱ هندي ساختماني کارګران له خپل هېواده باسي


د قزاقستان حکومت پریکړه کړې چې ۶۱ هندي ساختماني کارګران له دې هېواده وباسي.

قزاق چارواکي وايي چې دا پرېکړه په روانه میاشت کې په پلازمېنه آستانه کې د پراخې بې نظمۍ له یوې پیښې وروسته شوې ده.

شپږ ورځې مخکې د ابوظبي پلازا په نوم د لوړې ودانۍ د پروژې د رغونې په ساحه کې د هندي او قزاق کارګرانو ترمنځ اخ و ډب وشو او نن د استانې ښاروالۍ د یوشپیته هندي کارګرانو د ایستلو خبر اعلان کړ.

چارواکي وايي، دا اخ و ډب وروسته له هغه پیل شو چې د هندي کارګرانو ډلې د قزاقستان پر امنیتي ګارد حمله وکړه، ځکه هغو د دوی یو نشه ملګری له ساحې وتلو ته نه پریښود.

چارواکو ویلي چې په دې اخ و ډب کې څوک نه دي ټپیان شوي.

XS
SM
MD
LG