د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۸

د مکسیکو ارام سمندر سواحلو ته نېږدې زلزلې ۳۲ کسان وژلي


مکسیکويي چارواکي وايي، د ارام سمندر سواحلو ته نېژدې پرونۍ سختې زلزلې ۳۲ کسان وژلي دي.

چارواکي وايي، دې زلزلې یو شمېر ودانۍ زیانمنې کړي او یوه کوچنۍ سونامي یا د سمندري څپو توپان یې جوړ کړ.

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس اته اعشاریه یو او مرکز یې د مکسیکو د جنوبي ایالت چیپاس Chiapas د تریس پیکو ښار د جنوب لویدیځ په ۱۲۰ کیلومترۍ کې په آرام سمندر کې و.

د مکسیکو ولسمشر اینریکې پینا ني ییتو له زلزلې وروسته وویل چې د دې زلزلې د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته:

"له بده مرغه د بشري تلفاتو او د مالي تلفاتو راپورونه رارسیدلي دي خو اندازه یې نشو معلومولای. موږ به دا کار په راتلونکي کې د زیانونو د اندازې له معلومولو وروسته وکړو."

دا زلزله د مکسیکو د پلازمېنې مکسیکو سیټې اوسیدونکو هم احساس کړه او له خپلو کورونو او ودانیو بهر ووتل.

XS
SM
MD
LG