د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۷

فرانسې او جرمني بېلاروس سره د روسیې د مانورونو پلان غندلی


د فرانسې او جرمني دفاع وزیرانو له بېلاروس سره د روسیې د ګډو پوځي مانورونو پلان غندلی دی.

دواړو چارواکو ویلي چې مسکو د اروپايي اتحادیې او ناټو پولو ته نېږدې د خپل پوځي زور څرګندولو هڅې کوي.

د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلي"Florence Parly" نن د استونیا په پلازمېنه تالین کې د جرمني له دفاع وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دا کار د روسیې د له تهدیده ډکې ستراتېژۍ برخه ده.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د قوانینو پر اساس چې د ویانا سند په نوم پېژندل کېږي، حکومتونه باید د داسې پوځي مانورونو په اړه چې تر ۱۳ زره پوځیان په‌کې وي، نورو ولسونو ته مخکې له مخکې خبر ورکړي او دا پلانونه‌یې باید د هغوی له څارونکو سره شریک شي.

روسیې او بېلاروس ویلي چې د سپټمبر له ۱۴مې تر شلمې به پوځي مانورونه ترسره کړي چې تر ۱۲۷۰۰ عسکر به په‌کې برخه واخلي.

دا مانورونه به د روسیې په لوېدیځو سیمو او بېلاروس په خاوره کې وشي.

XS
SM
MD
LG