د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۰۱

فېس‌بوک په سیاسي تبلیغاتو کې د روسیې د رول په اړه معلومات ورکړل


د فېس‌بوک مسؤلان وایي، په وروستیو کې یې پتېلې چې په روسیه کې پر یوه شرکت‌یې د تجارتي اعلانونو لپاره ځانګړې برخه پلورلې چې تېر کال‌يې په امریکا کې د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې رأی ورکوونکي په نښه کړي وو.

فېس‌بوک پرون چهارشنبه په یوه بلاګ پوست کې دا معلومات خپاره کړل او ویې‌ویل چې امریکايي څارونکو ته‌یې خبر ورکړی دی.

دا بلاګ پوست د فېس‌بوک د امنیتي چارو مسؤل الکس ستاموس خپور کړی او ویلي یې دي چې په کانګرس کې له څېړونکو او د امریکا له عدلیې وزارت سره همکاري کوي.

دا دواړه د امریکا د جمهوري رياست په وروستیو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه په څېړنو لګیا دي.

XS
SM
MD
LG