د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۰۸

چارواکي: په میدان وردګ کې هوايي حملې ۴ وسله‌وال مخالفین وژلي


په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي چې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې څلور وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو د رسنیو له دفتره ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر وسله‌والو مخالفینو یاد برید تېره ورځ د نرخ ولسوالۍ د مارخانې په سیمه کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغان ځواکونو همدارنګه د میدان وردګ څنګ لوري غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د اتل په کلي کې له وسله‌والو سره مخامخ نښته کړې چې دوه تنه وسله‌وال په‌کې ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ملي اردو منسوبینو د غزني د مرکز اړوند د شجاع په سیمه کې یوه کړۍ ماین چې په عام سړک کې ځای پر ځای شوی وو، کشف او شنډ کړی دی.

وسله‌والو مخالفینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG