د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۰۲

امریکایي چارواکي: د ایرما په نوم توپان د کارائیب ټاپوګان ځپلي


امریکایي چارواکي وایي، د ایرما په نوم توپان د کارائیب ټاپوګان ځپلي او د کیوبا او د امریکا د فلوریډا ایالت پر لوري روان دی.

دغه توپان چې د قوت له لحاظه په پنځمه کټه‎ګورۍ کې راځي داسې مهال راپورته شوی چې تېره اوونۍ د امریکا په تګزاس ایالت کې د هاروې په نوم سخت توپان تېر شو.

د امریکا د استازو مجلس د هغه توپان له قربانیانو سره د مرستې په توګه د ۷،۹ میلیارده ډالرو طرحه ومنله.

دا طرحه به د تصویب لپاره سنا مجلس ته ځي او وروسته به د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‎خوا لاسلیک کېږي.

په همدې حال کې داسې تمه کېږي چې د ایرما توپان به تر هاروې شدید وي.

د هاروې توپان شدت په څلورمه کټه‎ګورۍ کې وو.

د ایرما توپان چې په ساعت کې د ۲۹۵ کېلو متره په چټکتیا باد ورسره ملګری دی، د اتلانتیک تر ټولو زورور توپان بلل شوی دی.

د امریکا د توپان پېژندنې ملي ادارې په وینا دغه توپان ښایي د ویرجین ټاپوګانو او احتمالاً د پورتوریکو، ډومینیک جمهوریت، هائیتي، باهاما او فلوریډا په لور ولاړ شي.

پورتوریکو بېړنی حالت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG