د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۴:۰۹

امریکايي چارواکي: یو عراقی پیلوټ د تمریناتو پر مهال ووژل شو


د امریکا پوځي چارواکي وایي، د عراق یو پیلوټ تېره ورځ هغه مهال ووژل شو چې د تمریناتو پر مهال‌یې الوتکه راولوېده.

د ارېزونا هوایي ځواک پر خپل وېب‎سایټ کې لیکلي چې دغه «F-16» جنګي جټ الوتکه د سپټمبر پر پنځمه نېټه د امریکا د ارېزونا ایالت سافورډ «Safford» ښار ته څېرمه په ورځینو تمریناتو بوخته وه چې راولوېده.

ویل کېږي دغه الوتکه د عراقي ځواکونو وه.

د پیلوټ نوم تر اوسه نه‎دی ښودل شوی.

د امریکا هوایي ځواک د عراق له حکومت سره د یوه توافق له مخې د دغه هېواد پیلوټانو ته روزنه ورکوي.

امریکایي چارواکي وایي، یو پلاوی ټاکل شوی چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG