د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۹

ځواک: په لغمان کې ماین چاودنې ۲ملکیان وژلي


د لغمان چارواکي وايي په هغې چاودنې کې چې نن له غرمې وروسته په دغه ولایت کې وشوه دوه ولسي خلک مړه شوي دي.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل د دغو کسانو موټر پر یو ماین برابر شوی چې وروسته یې چاودنه کړې ده.

چارواکي تور لګوي چې دغه ماین وسله والو مخالفینو ایښی وو.

خو د وسله والو مخالفینو کومې ډلې تراوسه د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG