د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

چارواکي: که پکتيا کې د مخابراتي شبکو وضعيت ښه نه شو قراردادونه به يې لغوه شي


د پکتيا اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو له کمزوري فعاليت څخه شکايت کوي وايي هغه ډول چې لازمه ده مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي او دوی د اړيکو نيولو پرمهال د خبرو له ټيټ کيفيت څخه ځورېږي.

د خلکو په وينا چې د لرو پرتو سيمو څه حتا مرکز ګردېز ښار په نېږدې ساحوو کې هم دوی له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي او حتا د اړيکو نيولو پرمهال مجبورېږي چې له کوټې بهر ووځي:

د ګردېز اوسېدونکي سردار ولي وطندوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"غير له ولسواليو په هغو سيمو او کليو کې چې مرکز ګردېز ښار ته ډېر نږدي دي هلته هم سم کار نه کوي، زموږ کور کې اته نهه کسان ټليفونونه لرو خو بيا هم د يوې مسئلې لپاره په موټر سايکل يا موټر کې کور ته ځو او خپل مشکل حل کوو ټليفوني شبکې خرابې دي او سم فعاليت نه کوي."

نوموړی دا هم وايي چې که حکومت د خلکو ستونزې جدي ونه ګڼي، نظارت قوي نه شي خلک به د شخصي کمپنيو پر ځای خپل حق له حکومت څخه؛ ځکه وغواړي چې د دوی ټکسونه حکومت ته روان دي، د همدې ډول مخابراتي ستونزو په اړه د پکتیا دوه تنه نور اوسېدونکو دوست محمد او ضمیر داسې وویل:

"مخابراتي شبکې کله سم کار کوي او کله خراب وي او موږ چې کارت جمع کړو دغسې ورک شي پکې، کله چې چاته ټليفون کوو هغو ته په اوز انتقال کې مشکل وي د هغه لوري يا غږ نه راځي يا زموږ غږ نه ورځي غوښتنه مو دا ده چې دغه ستونزه هواره شي."

ضمیر:

"دلته مخابراتي شبکې سم کار نه کوي کله چې پيسې جمع کړو کارت خوري خو غږ نه شي انتقالولی موږ په مشکل کې يو او موږ دغه مشکلات تل شريک کړي دي، شبکې ډېرې خرابې دي."

د دوی ستونزه او خبرې د پکتيا د ولايتي شورا اکثريت غړي تائيدوي وايي چې په ښار او لرو پرتو سیمو کې خلک واقعاً له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د هواري خبره يې له حکومت سره شريکه کړې خو لا يې هم حل لار نه ده پيدا شوې، د ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وویل:

"پکتيا کې نه يوازې دا چې مخابراتي خدمات د قناعت وړ نه دي بلکې د دې کارونو رياست فلج دی او کارونه يې له ستونزو سره مخ دي او هغه کارمندان چې دلته سرپرستان دي هغه نه يوازې چې حاضري نه ورکوي نه فعاليت يې د دې باعث شوی چې دغه رياست کې ستونزې زياتې شي او خلکو ته هېڅ ګټه نه شي رسولای."

دی زياتوي، که مرکزي او ولايتي اداره په شريکه د دغو ستونزو هواري لپاره له شخصي کمپنيو سره په خپلو قراردادونو غور ونه کړي، فشار او نظارت زيات نه کړي ښايي د خلکو ورځني ژوند کې نور مشکلات هم زيات شي.

سره له پرلپسې هڅو موږ ونه توانېدو چې د مخابراتو رياست څخه د شخصي مخابراتي شبکو چې پکتيا کې فعاليت لري د ستونزو او خلکو د شکايتونو ځواب ترلاسه کړو، خو د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت وويل چې که چېرته مخابراتي شبکو د خلکو ستونزو حل ته لار پيدا نه کړه دوی به يې په قراردادونو غور وکړي:

"موږ له اړوند شرکتونو سره په تماس کې يو او هغوی ته مو دا خبرې رسولې دي او هغوی رضامندي ښودلې ده چې د دغو ستونزو هواري لپاره به اقدام کوي او موږ له دوی سره رسمي قراردادونه لرو او که چېرته دوی نه شي کولای دغه ستونزې هوارې کړي موږ به يې پر ځای قراردادونه بل چاته ورکړو او لغوه به يې کړو."

خلک له مخابراتي ستونزو په داسې حال کې شکايت کوي چې له تېرو اوو کلونو راهيسې د پکتيا ولايت د مخابراتو رياست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او رسمي رئيس نه لري.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG