د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۵

د کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې ۱۱ داعشیان وژل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ۱۱ جنګیالیو د وژل کېدو خبره کوي.

د دغه وزارت اعلامیه وايي چې دغه کسان نن سهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه‌راز وايي چې د غزني ده‎یک ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو په یوه پټن‎ځای باندې د افغان ځواکونو پروني هوايي برید کې څلور طالب جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې دوه نور طالبان چې په ده‎یک ولسوالۍ کې یې د بریدونو په سازماندهي او د سړک تر غاړې ماینونو خښولو کې لوی لاس درلود، د ماین د خښولو پر مهال لاس په لستوڼي ونیول شول.

XS
SM
MD
LG