د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

پاکستان: امریکا زموږ همکاري، قرباني او رول له پامه غورځولی


د رویټرز خبري اژانس په حواله، پاکستان د چهارشنبې په ورځ د امریکا وروستي انتقادونه رد کړل.

پاکستاني چارواکو پر امریکا غږ وکړ چې په افغانستان کې د خپلې پوځي ناکامۍ د پټولو او د جګړې د ګټلو لپاره دي له پاکستانه د اختر سېرلی نه جوړوي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون، د ټولې جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان په وینا کې، پاکستان ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې واشنګټن نور دا چې اسلام اباد د طالبانو په څېر سخت دریځو ډلو ته پناه ورکوي، نه شي زغملائ.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

ډونالد ټرمپ وویل:

"موږ پاکستان ته ملیاردونه ډالر ورکړل خو پاکستان، دقیقاً هغو تروریستانو ته پناه ورکړه چې موږ يې پرضد جنګېږو، دا باید تغییر وکړي او فوراً به تغییر کوي، له داسې هېواد سره چې هغو تروریستانو ته يې پناه ورکړې چې پر امریکايي ځواکونو او چارواکو حملې کوي، هېڅ ډول مشارکت دوام نه شي کولائ، د دې وخت را رسېدلی چې پاکستان مدنیت، نظم او سولې ته تعهد څرګند کړي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا په ځواب کې یو وار بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د تروریستانو ملاتړ نه کوي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، خواجه اصف د پاکستان له جیو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې امریکایان باید پاکستان په افغانستان کې د خپلو ناکامیو د پټولو قرباني نه کړي.

رویټرز لیکلي، د پاکستان حکومت اټکل کړی چې له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې چې هغه هېواد په افغانستان کې له ترورېزم سره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف مبارزې ته ور ګډ شوی، لږترلږه اویا زره پاکستانیان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي:

خواجه محمد اصف
خواجه محمد اصف

"د ائتلاف د غړي هېواد په توګه زموږ همکاري، قرباني او رول له پامه غورځول شوی او بې احترامي ورته شوې ده."

ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په څو راتلونکو ورځو کې امریکا ته ولاړشي او د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر رېکس ټېلرسن سره وګوري.

رېکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته پر هغو بېلابېلو امکاناتو چې پر اسلام اباد فشار راوستلائ شي معلومات ورکړل خو همدا راز یې وویل چې پر پاکستان د ډېر زیات فشار اچول هم د اندېښنې وړ خبره ده.

XS
SM
MD
LG