د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

ولسمشر غني وايي د کندهار د برېښنا لپاره ۴۷۶ ميليونه ډالره ځانګړې شوي


ولسمشر غني وايي، د کندهار د برېښنا لپاره ۴۷۶ ميليونه ډالره ځانګړې شوي چې ډېر ژر به د وارداتي برېښنا ستونزه حل شي.

ولسمشر وویل، د سولر برېښنا جوړولو لپاره به هم هڅې وکړي او د سوداګرو په همکارۍ به لس مېګا واټه برېښنا د کندهار لپاره جوړه کړي.

ولسمشر دغه څرګندونې په کندهار کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته وکړې.

د کندهار قومي مشرانو او مدني فعالانو ولسمشر ته د کندهار د برېښنا د اوږد مهالې ستونزې، د بندونو د جوړولو او په یو شمېر ادارو په خاص ډول معارف کې د فساد او ګډوډیو شکایتونه وکړل.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي تورن عبدالخالق ولسمشر ته وویل چې برېښنا د کندهار د خلکو لپاره یوه حیاتي مسئله ده.

د تورن عبدالخالق په وینا کندهار د ابي برېښنا لپاره اوبه او د لمریزې برېښنا لپاره په کال کې لس میاشتې لمر لري، خو په تېرو ۱۵ کلونو کې دغه لوی ښار دوامداره برېښنا نه‎ده تر لاسه کړې.

دی وايي:

"په مجموع کې لوی کندهار د برېښنا ستونزه لري. د کجکي د بند برېښنا کفایت نه‎کوي نو ځکه دلته ډېرې صنعتي فابریکې سقوط شوې دي."

ولسمشر د خلکو دغه غوښتنې ته په عکس‌العمل کې وویل، د کندهار د برېښنا لپاره ۴۷۶ ميليونه ډالره ځانګړې شوي چې ډېر ژر به د وارداتي برېښنا ستونزه حل شي.

ولسمشر وویل، د سولر برېښنا جوړولو لپاره به هم هڅې وکړي او د سوداګرو په همکارۍ به لس مېګا واټه برېښنا د کندهار لپاره جوړه کړي.

ولسمشر غني وویل:

"د ۲۲۰ کېلو واټه د لین انتقال له غزني څخه تر کندهاره پورې ۱۳۰ میلیونه ډالر ورته اختصاص شوې بودجه مطلق موجوده، د لس مېګا واټه لمریزه برېښنا په ۲۰ میلیونه ډالره هغه کمپنۍ چې ورکه وه اوس پیدا ده قرارداد امضا شوی دی."

د کندهار مدني فعال نثار احمد صالح د کندهار په یو شمېر ادارو په خاص ډول معارف ریاست کې د فساد او نورو ګډوډیو شکایتونه وکړل.

د صالح په وینا د کندهار د معارف ریاست د کمېشن‌کارانو په مرکز بدل شوی.

ولسمشر د کندهار د معارف د ستونزې په اړه وویل چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د بشري قواوو لپاره يو کمېسیون جوړ کړي چې مشري به‌يې خپله کوي او د معارف ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

ولسمشر دغه‌راز د کندهار والي ته وویل چې ټول هغه رئيسان چې تر درې کاله زیات په يوه ریاست کې پاتې شوي له دندې لیرې کړي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG