د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

د پاکستان حکومت د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه تر اوسه چُپه خوله دی


د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانستان په ګډون، د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه رسمي نظر نه‌دی څرګند کړی.

خو د هغه هېواد سنا جرګې نن پرېکړه وکړه چې پر نورو ورځنیو مسایلو بحثونه بند کړي او پر دې خبرې وشي چې د پاکستان حکومت د امریکا ستراتېژۍ ته څه ډول ځواب ورکړي او د پاکستان لپاره به‌یې عواقب څه وي.

د پاکستان پیپلز ګوند یوه پېژندل شوي مشر او د سنا غړي، فرحت‌الله بابر نن ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا نوې ستراتېژي به پر پاکستان منفي اغېز وکړي.

ښاغلي بابر په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریالې ته وویل چې د سنا غړو نن د بهرنیو چارو له وزیره رسمي غوښتنه وکړه چې په دې اړه بحث ته ورشي.

فرحت‌الله بابر زیاته کړه:

"تر اوسه چې د امریکا کومې ادارې وې او با مسؤلیته چارواکي وو، پاکستان ته به‌یې ویل چې هڅې زیاتې کړئ او زیات کار وکړي، خو دا اول وار دی چې د ولسمشر ټرمپ په څېر خبرې کېږي. د ټرمپ له دې بیان سره به په سیمه کې د امن کوښښونو ته سخت زیان ورسېږي."

د پاکستان د قومي وطن ګوند یوه مشر او د هغه هېواد ولسي جرګې غړي، افتاب احمد خان شیرپاو نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا ستراتېژي له حقایقو لیرې ده.

شیرپاو وویل چې د امریکا د ولسمشر یو شمېر سلاکاران او د کانګرس ځیني غړي په وروستیو کې پاکستان ته ورغلي وو او هلته‌یې وضعیت له نېږدې کتلی دی.

د شیرپاو په وینا، امریکا د خپلو ناکامیو پټولو لپاره پر پاکستان داسې تورونه لګولي چې حقیقت نه‎لري او دوی یې نه‌مني.

د پاکستان د قومي وطن ګوند یوه مشر او د هغه هېواد ولسي جرګې غړي، افتاب احمد خان شیرپاو
د پاکستان د قومي وطن ګوند یوه مشر او د هغه هېواد ولسي جرګې غړي، افتاب احمد خان شیرپاو

شیرپاو زیاته کړه:

"داسې ښکارېږي چې که امریکا ده یا یې نور متحدان دي، هغوی د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر پاکستان تورونه لګوي. زما په نظر دا مهمه ده چې پاکستان خپل کلک دریځ څرګند کړي او ورته ووايي چې موږ نه د ترورېزم ملاتړ کوو نه ترورېستانو ته پناه ځایونه ورکوو او په دې سیمه کې د امن ټینګولو لپاره کوښښونه کوو."

د پاکستان د پارلمان غړي او د جماعت اسلامي پاکستان ګوند مشر، سراج‌الحق له ازادي راډیو سره په مرکه کې نن د امریکا نوې ستراتېژي نیمګړې وبلله او ویې‌ویل چې د خیرخواهۍ پر بنا نه‌ده جوړه شوې.

سراج‌الحق ټینګار وکړ چې د پاکستان ولس او حکومت له ترورېزم سره په مبارزه کې زیاته قرباني ورکړې او امریکا ته په کار وه چې خواخوږي یې ورسره څرګنده کړې وی.

سراج‌الحق زیاته کړه:

"د پاکستان ولس تر ټولو زیات، د تشدد، بې‌امنۍ او ترورېزم قرباني شوی دی نو په ځای د دې چې دنیا د پاکستان له خلکو سره خواخوږي او همدردي وکړي، زموږ په زخمونو مالګې دوړوي او پېغورونه ورکوي. د امریکا دا پالېسي پخوا هم نیمګړې وه او د ټرمپ پالېسي هم نېمګړې ده، پر تعصب او تنګ نظرۍ جوړه شوې او موږ یې په سیمه کې د خیرخواهۍ پالېسي نه‌ګڼو."

د امریکا ولسمشر د افغانستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي د افغانستان په وخت نن سهار سې شنبه اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا هغه هېواد ته چې ترورېستانو ته‌یې پناه ورکړې، میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

ټرمپ وویل چې امریکا تر دې وروسته په دې اړه غلی نه‌شي پاتې کېدلای چې پاکستان د هغو ترورېستانو پناه ځای دی چې پر امریکايي وګړو او قواوو حملې کوي.

د پاکستان حکومت پخوا داسې ادعاوې رد کړې، خو تر اوسه‌یې د ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه رسمي نظر نه‎دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG