په کابل کې د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبډلو تمرینات پیل شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکتر طاهر رؤفی نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو تمریناتو کې د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه اته لوبډلې ګډون لري او د کورنیو او بهرنیو روزونکو لهخوا ورته تمرین ورکول کېږي.
د فوټبال د غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۷مه نېټه پیلېږي.