د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

که نظام بدل شي او ستونزې حل نشي، بیا څه کول پکار دي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش د پرونیو څرګندونو په غبرګون، یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې، د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکي، په افغانستان کې د ګڼو ستونزو تر څنګ، د نظام په څرنګوالي هم اختلافات موجود دي.

بېلابېل سیاسي لوري د خپلې سلیقې مطابق، د سیاسي نظام پلوي کوي، ځيني ریاستي نظام ښه بولي، یو شمېر نور بیا د افغانستان لپاره فدرالي نظام مناسب ګڼي او ځيني نور هم پارلماني نظام.

خو سر مقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې د افغانستان لپاره کوم ډول نظام ښه ثابتېدلای شي؟

د دې پوښتنې په تړاو پوښتنې دا چې که چېرې نظام بدل شي او ستونزې حل نشي، بیا څه کول پکار دي، ایا د نظام د بدلېدو پلویان دوهم پلان لري، که نه او ایا د دې وخت را رسېدلی چې سیاسي نظام بدل شي؟

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، تېرو تجربو ته په پام سره، په افغانستان کې بشپړ پارلماني نظام د تطبیق وړ نه دی، ځکه د ده په وینا، اوسني وضیعت ته په پام سره، دا بیا قومي، ګوندي او ډله ییز انحصار رامنځته کوي.

په مطلب کې راغلي چې د ولسمشر مرستیال د افغانستان لپاره نیمه ریاستي نظام تر ټولو سیاسي نظامونو غوره او د دغه هېواد په خیر ګڼلی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا دغې موضوع ته په اشارې سره، په خپله سرمقاله کې لیکلي، داسې ښکاري چې افغان دولت د کورنیو مسایلو په اړه خلکو سره له خپلو کړیو ژمنو تښتي.

په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون دوشنبه په هېواد کې د پارلماني نظام جوړېدل رد کړي او ویلي یې دي چې په دې سره به بې ثباتي زیاته شي.

په سر مقاله کې راغلي چې په دې موضوع د حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې موافقه شوې چې لویه جرګه به یې په اړه پرېکړه کوي، خو د سرمقالې لیکونکي په باور حکومت او په ځانګړي ډول افغان ولسمشر، خلکو سره په خپله هېڅ یوه ژمنه وفا نه ده کړې او وایي چې دی او د ده ټیم د خپلو وعدو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې دې مسایلو ته دې یو وار بیا پام وشي او خلک باید د ولس سره د کړیو ژمنو په برخه کې نور په انتظار کې پرې نه ښودل شي.

XS
SM
MD
LG