ځیني افغان کارپوهان وايي چې د امریکا ولسمشر نن سې شنبه د افغانستان لپاره د ستراتېژۍ په اعلان سره هغه څه په ډاګه کړل چې افغانانو یې تمه کوله.
د ناټو پخوانی سلاکار او افغان کارپوه شفیق همدم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د مخالفو وسلهوالو ګروپونو د پټنځایونو په اړه، پاکستان ته تر دې مخکې دومره جدي ګواښ هېڅچا نهو کړی.
ولسمشر ټرمپ د دې تر څنګ چې ننیې د افغان جګړې د ګټلو هوډ وښود، پاکستانیې طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویېویل چې له دغه هېواد سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو پالېسي به سر له نننه بدلېږي.
د ازادي راډیو خبریال صفيالله ستانکزي له شفیق همدم سره خبرې کړي او لومړی یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د خبرو د مهمو ټکو په اړه، د هغه نظر پوښتلی دی.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: