د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د افغان کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې سره په شارجه کې لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه لومړنۍ مسابقه له زېمبابوې سره په شارجه کې وکړي.

افغانستان او ایرلنډ په جون میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.

د افغانستان او زېمبابوې ټېسټ لوبه به پنځه ورځنۍ وي.

دا به د افغانستان لپاره لومړنۍ پنځه ورځنۍ مسابقه وي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ډېرو کلونو راهیسې د شارجې په نړیوال سټېډیوم کې مسابقې کوي، ځکه چې افغانستان لا هم په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالی نه‌لري.

XS
SM
MD
LG