د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

مسؤلین: سږ کال ننګرهار کې د نري رنځ د ناروغي پېښې زیاتې ثبت شوي


د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې سږ کال د نري رنځ د ناروغۍ پېښې د تېرو کلونو په پرتله زیاتې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا په ریاست کې د نري رنځ ولایتي مسؤل ډاکټر لطیف الله نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، په توبرکلوز د اخته کسانو د شمېر ډېروالی د دې ناروغۍ د زياتېدو له امله نه، بلکې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي زیاتوالي، د دې ناروغۍ ډېروالی په ګوته کړی دی.

ښاغلي لطیف الله زیاته کړه:

"د توبرکلوز د ناروغی پېښو زیاتېدل په دې دلالت نه کوي چې دا مرض زیات شوی، په اصل کې زموږ خدمات پراخه شوي او د خلکو لاس رسی تشخیص او تداوي زیاته شوې، نو ځکه پېښې زیاتې ثبت شوې دي."

نوموړی وايي، د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې یې په وړیا ډول د نري رنځ د تشخیص زمینه برابره کړې او ناروغان بیا د تداوۍ لپاره د دوی مرکزي څانګې ته استول کېږي.

ډاکټر لطیف الله وویل:

"توبرکلوز تشخيص او تداوي په افغانستان کې وړيا کېږي او موږ دلته د ننګرهار په سطحه په ولسوالیو کې د تشخیص مرګزونه لرو."

په توبرکلوز یو شمېر اخته ناروغان خوښ دي چې د ننګرهار په ساحوي روغتون کې د دې ناروغۍ تشخيص او درملنه په وړيا ډول کېږي.

دوی وایي:

"نوم مې زمین دی، د پچيراګام ولسوالۍ نه راغلی یم، دلته د توبرکلوز معاینات کوم، الحمدالله دلته هر څه مفت دي او د ډاکټرانو چلند هم را سره ښه دی."

"فولاد یم، زما دا لور د مرګي په حال کې وه، خلکو راته ويل، پاکستان ته یې یوسه او هند ته یوسه، بس بیا ما همدلته د تداوۍ لاندې ونیوه، اوس ښه ده روغه شوی ده."

د عامې روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ میلادي کال په ټول ننګرهار کې د نري رنځ شااوخوا ۴۵۹۰ پېښې ثبت او تداوي شوي چې د تېرو نورو کلونو په پرتله لوړ شمېر ښودل شوې دي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG