د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

بشار الاسد: د سوریې د رژیم د پرځولو لپاره د لوېدیځ پروګرامونه شنډ شول


د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد وايي، که څه هم هېواد یې د رژیم د پرځولو لپاره د لوېدیځ پروګرامونه شنډ کړي، خو جګړه لا هم روانه ده.

هغه پرون ټلوېزیوني وینا وکړه او ویې‌ویل چې د پوځ له شپږ نیم کلنې جګړې سره که څه هم د بریا نښې موجودې وې، خو په کومه لار چې روان یو د ده په خبره دا ممکنه ده چې راتلونکي کې د بریا په اړه وغږېږو.

هغه بریا یوه جلا مسئله یاده کړه او نور یې په دې موضوع زیات تمرکز ونه‌کړ.

بشار الاسد وویل، د روسیې، ایران او د لبنان د حزب‎الله ډلې مرستو د سوریې پوځ ته دا توان ورکړ چې په جګړو کې زیات پرمختګ وکړي او د جګړې بوج کم کړي.

د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد
د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد

دی وايي:

"د ایران، روسیې او د لبنان د حزب‎الله ډلې مستقیمې سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستو د جګړې په ډګر کې زیات پرمختګونه ممکن کړل او د ماتې او جنګ بوج‌یې کم کړی دی."

د امریکا متحده ایالاتو د سوریې په درې واړو پورتنیو ملاتړو او تمویلوونکو بندیزونه لګولي دي.

حزب‎الله ډله‌یې په منځني ختیځ کې په ورانکارو فعالیتونو تورنه کړې او په جولای میاشت کې یې پخواني بندیزونه پرې نور هم زیات کړل او ایران‌یې له دې ډلې په ملاتړ تورن کړ.

ایران‌یې د اټمي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې له شیعه ډلو په ملاتړ تورن کړی چې ناارامۍ رامنځته کوي.

خو بشار الاسد وايي، د سوریې دېرالزور کې به د داعش پر ضد عملیات تر هغه پورې جاري ساتي چې د امریکا له ملاتړ برخه‌منو ملېشو نه مخکې شي.

د سوریې رژیم د دې تر څنګ چې د داعش د ځپلو ادعا کوي هغه یاغي ډلې هم ځپي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې په بشار الاسد پسې راخیستې ده.

له یاغي ډلو د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو یې پراخ ملاتړ هم کړی دی.

بشار الاسد بیا لږ څه نرمښت هم ښودلی دی.

هغه ویلي، د روسیې په نوښت او منځګړیتوب د هغو سوله‎ییزو تړونونو ملاتړ کوي چې په مټ‌یې د سوریې نورو برخو ته اوربند غځېږي، ناارامۍ کموي او د هغو خلکو بخښلو ته زمینه برابروي چې وسلې پر ځمکه ږدي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG