کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۹۸ کلیزې د لمانځنې په مناسبت یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا ورځ د ټولو افغانانو ده، که په نظام کې دي او که له دولت سره جنګېږي، نو باید د لمانځنې لپاره یې ټول خپل مسؤلیت ادا کړي.
په سر مقاله کې وړاندې راغلي، ټول لوري باید پوه شي چې د افغانانو د وروسته والي او بې ثباتۍ یوازینی لامل د بهرنیانو لاسوهنې او پر افغان خاوره یرغلونه دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، موږ باید د موجوده وضعیت نه د وتلو په خاطر هغه چلونه او موډرن تکتیکونه زده کړو چې نورو ملتونو کارولي دي.
دی لیکي:
د افغانستان د بریا یوازینی راز له جګړې نه د ټولو لوریو لاس اخېستل او د علم زده کړې ته مخه کول دي.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، سږ کال افغانانو د نورو کلونو په پرتله د خپلواکۍ جشن ښه ولماځه.
سرمقاله لیکونکی لیکي، که څه هم افغانستان د خپلې خپلواکۍ تر بېرته ګټلو وروسته د ګڼو دسیسو او توطئو ښکار شوی خو په خبره یې دغه هېواد ورنه بریالی وتی دی.
په سرمقاله کې راغلي که څه هم د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسې او توطئې لا هم روانې دي خو دغه ملت به کله هم د غلامې ژوند قبول نه کړي او د ژوند دا ډول تر ټولو بد او پریوتی ګڼي.
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، خلک په شاندارو مراسمو سره خپلواکي لمانځي، خو حکومت د خپلواک دولت په توګه عمل نه کوي.
مسیر د یو شمېر افغان شنونکو او سیاسي ګوندونو له قوله لیکلي چې حکومت نه یوازې دا چې د خپلواکۍ لمانځلو لپاره په مرکز کې ځانګړي مراسم نه لرل، بلکې په عملي سیاست کې هم د یو خپلواک دولت په توګه عمل نه کوي.
یو تن افغان شنونکي ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپلواکۍ په ورځ هرات ته د ولسمشر په سفر انتقاد کړی او ویلي چې دا سفر په دې ورځ مناسب نه و او د خپلواکۍ ساتلو په اړه یې د حکومت پر دریځ خلک شکمن کړل.
شنونکو ورځپاڼې دا هم ویلي چې خپلواکي د خلکو له خوا اخېستل شوې او لمانځنه یې هم خلک کوي، خو حکومت مسؤلیت لري چې په دې اړه خلکو ته روحیه ورکړي.