د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

نيومن: افغانستان د اداري فساد ضد مبارزه کې د واشنګټن مرستې ته اړ دى


فارين پاليسي:

فارين پاليسۍ خپرونې په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د اصلاحاتو پر پروسه د کابل لپاره د امريکا د پخواني سفير ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي د ولسمشر غني حکومت غواړي د اداري فساد پرضد مبارزه وکړي، خو په دې برخه کې د امريکا مرستې ته اړتيا لري.

فارين پاليسي خپرونه زياتوي، په افغانستان کې ډېر شيان خراب، په فساد ککړ، ځوروونکي او خطرناک دي، هرڅوک چې دغه هېواد ته ځي، چندان له مثبتو ليدلوريو او تجربو سره نه راستنېږي.

د امريکا پخوانى سفير رونالد اي نيومن (RONALD E. NEUMANN) په ليکنه کې زياتوي، په افغانستان کې يې تر لسو کلونو ډېره موده سفر کړى او هلته يې کار کړى دى.

په ليکنه کې راغلي، د اوباما ادارې څو کاله د جګړې د بايللو د مخنيوي لپاره په سختۍ په افغانستان کې ځينې منابع اختصاص کړې، خو د ټرمپ ادارې نه ستراتيژي بدله کړه او نه يې دا درک کړه چې ولې لا هم په دغه هېواد کې کومه بريا نه لري.

د امريکا پخوانى سفير رونالد اي نيومن ليکي چې تېره مياشت افغانستان ته د سفر په لړ کې درېيو شيانو د ده پام ځان ته جلب کړ: اول د پوځ په رهبرۍ کې اصلاحاتو، د ملکي خدماتو بهتره کېدلو او د اداري فساد پرضد هڅو.

خو ښاغلى نيومن ليکي چې د بدلون او اصلاحاتو دا يوه پروسه هم بشپړه شوې نه ده، ځکه نو دا پروسه ښايي له لاسه ووځي يا هم شا ته لاړه شي.

په ليکنه کې راغلي، د پخوا په نسبت يو توپير دا دى چې د اداري فساد پرضد اوسنۍ هڅې د افغانانو په نوښت پيل شوي دي، دا د امريکا او ناټو د ملاتړ لپاره مهمه ده چې دغه هڅې شفافې او ثابتې وي.

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټيټيوت (IWPR):

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټيټيوت په خپل ويبسايټ کې د کاپيسا ولايت پر روغتيايي مرکزونو او د هغو پر کارکوونکو د وسله والو د حملو پر زياتېدونکي خطر مفصله ليکنه خپره کړې ده.

انسټيټيوت وايي دا اندېښنه په هغه مناظره کې مطرح شوه چې د دوى له خوا تنظيم شوې وه او ١٢٠ کسانو په کې برخه اخيستې وه.

په کاپيسا، پروان او پنجشنير ولايتونو کې د بشري حقونو فعال عبدالمطلب حامد ويلي، سخت دريځې ډلې، افغان سرتېري او بهرني ځواکونه ټول په وروستيو کلونو کې پر روغتيايي مرکزونو په حملو کې لاس لري.

په ليکنه کې په کاپيسا کې صحي مرکزونو او روغتيايي کارکوونکو ته له ورپېښو خطرونو هاخوا، په نورو سيمو کې هم ځينو پېښو ته کتنه شوې.

IWPR د ٢٠١٦میلادي کال په اکتوبر مياشت کې د امريکايي ځواکونو له خوا په کندوز ولايت کې پر يوه روغتون بمبارۍ ته اشاره کړې، چې تر ٤٠ روغتيايي کارکوونکي او ناروغان يې په نتيجه کې وژل شوي وو.

په ليکنه کې ويل شوي، د ٢٠١٧میلادي کال په مارچ مياشت کې په اسلامي دولت ډلې يا داعش پورې تړلو وسله والو د کابل پر سردار محمد داودخان روغتون حمله وکړه، چې تر ٣٠ ډېر صحي کارکوونکي او ناروغان يې ووژل.

XS
SM
MD
LG