د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

په امريکا کې دوشنبه لمر تندر نيسي


په امريکا کې لمر تندر نيسي او په امريکا کې به يې په مليونونو کسان ننداره کوي.

د دوشنبې په ورځ به د امريکا په ١۴ ايالتونو کې د لمر رڼا تته وي؛ په شمال لوېديځ کې له اوريګان څخه نيولې په جنوب ختيځ کې تر ساوت کارولينا ايالت پورې.

پوښتنه دا ده چې لمر کله تندر نيسي؟

ځواب دا دى چې لمر هغه وخت تندر نيسي يا رڼا يې تتېږي چې سپوږمۍ د لمر او ځمکې ترمنځ برابره شي.

دا هم هغه وخت چې سپوږمۍ بشپړه وي، د ځمکې او لمر ترمنځ پر يوه خط يا مسير برابره شي.

کله چې لمر بشپړ تندر نيسي، اسمان او ځمکه د څو دقيقو لپاره تياره وي او حتى په اسمان کې ځينې ستوري هم ښکاري.

له هغې شېبې پرته چې سپوږمۍ د لمر دايره په بشپړه پوښلې وي، په نورو وختونو کې لمر ته کتل خطرناک دي او سترګو ته تاوان کوي.

په امريکا کې به پر ځايي وخت د سهار ١٠ بجې او ١٥ ثانيې د اورګان ايالت په نيوپورت کې د سپوږمۍ سيورى پر ځمکه برابرېږي او په بيضوي بڼه پر شا و خوا ١١٥ کېلومتره ساحې خپرېږي.

د لمر تندر به ٢ دقيقې او ٤٠ ثانيې دوام وکړي.

د اروپا، افريقا او جنوبي امريکا په ځينو برخو کې به هم د لمر د تندر نښې وليدل شي.

خو د امريکا د ختيځ پر ځايي وخت ماسپښين ٢ بجې او ٤٩ ثانيې به د لمر تندر چې پر ځمکه به يې سيورى غړولى وي، له ساوت کارولينا لمن ټوله کړي.

اټکل کېږي چې بل وار به د ٢٠١٩میلادي کال د جولاى پر دويمه لمر تندر ونيسي چې د ارجنټاين او چيلي د ځينو ښارونو په ګډون به په ارام سمندر کې ښکاري.

لمر چې تر سپوږمۍ تقريباً څلور سوه برابره غټ دى، له ځمکې څخه هم د سپوږمۍ په نسبت ٤٠٠ برابره ليرې دى، ځکه نو له ځمکې څخه د دواړو اندازه برابره ښکاري.

XS
SM
MD
LG