د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د فوټبال سوپر کپ سیالۍ: ریال مادرېد بارسلونا ته ماتې ورکړه


د فوټبال د سوپر کپ سیالیو په دوهمه لوبه کې یو وار بیا ریال مادرېد بارسلونا ته ماتې ورکړه.

دا سیالي چې تېره شپه ترسره شوه ریال مادرید وتوانېده چې خپل رقیب بارسلونا ته په دوهمه لوبه کې دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د سوپر کپ د سیالیو په لومړۍ پایلوبه کې هم ریال مادرېد بارسلونا ته په خپل کور کې ماتې ورکړې وه.

که څه هم د ریال مادرېد تکړه ګول وهونکی په تېره لوبه کې د ورزشي اخلاقو د ماتولو په تور له دې سیالۍ کینول شوی وو خو بیا هم د دې لوبډلې د ګول وهونکو لیکه پیاوړې وه او د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د دوه ګولونو په وهلو بریالي شول.

دا دواړه لوبډلې په نړیواله کچه میلیونونه مینه وال لري.

XS
SM
MD
LG