د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

معترض کارکونکي: د کرکټ بورډ د مشرتابه تر لېري کېدو اعتصاب ته دوام ورکوو


د افغانستان کرکټ بورډ معترض اداري کارکونکي وايي، تر هغې به کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې د دغې ادارې په مشرتابه کې ژور بدلون نه وي راغلی.

د کرکټ بورډ د مشرتابه غیر مسلکي او غیر اصولي چلند، د پرمختیايي بودجې نه لګښت، بېځایه او غیر مسلکي ګمارنې، کورني کرکټ ته نه پاملرنه، په غلط لوري د کرکټ بورډ مسیر او داسې نور هغه څه دي چې د کاري اعتصاب کوونکو په وینا د کرکټ بورډ د ننه یې اعتراضونه راپارولي دي.

د کرکټ بورډ کاري اعتصاب کوونکي چې د چهارشنبې په ورځ یې خبري غونډې ته خپل شمېر نېږدې دېرش کسان اعلان کړ وايي، له دغې ادارې سره تر هغې کار ته دوام نه ورکوي چې د کرکټ بورډ اوسني مشران له دندو لرې شوي نه وي.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل عزیز غروال چې اوس د کاري اعتصاب کوونکو په ډله کې دی ازادي راډيو ته وویل دا ستونزې د خبرو له لارې حل کېدلای شوې، خو چارواکو یې د کرکټ ژغورنې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړي زیاته کړه:

"دېرشو کسانو پریکون کړی او دا پریکون مو د دې لپاره کړی چې د کرکټ بورډ رئیس ښاغلی مشعل، اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزی او عملیاتي رئیس فیروز خان لایق یا د دندو لېرې شي او یا هم استعفاوې ورکړي."

په دغو اعتراض کونکو کې د کورني کرکټ پر مختیايي مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی، د کورني کرکټ مسؤل داود بابر، د کرکټ بورډ د مالي څانګې مسؤل ثنا الله سروري د مطبوعاتو مسؤل عزیز غروال او داسې نور شامل دي.

د کرکټ بورډ اوسنی مشرتابه شااوخوا اته میاشتې وړاندې د بورډ او لوبغاړو تر منځ له یو لړ اختلافاتو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري رامنځته شوی دی.

خو د کرکټ بورډ د چارواکو تر منځ د ننه دا ډول اختلافات بیا په خپل نوعیت کې لومړی ځل دی.

د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي د دغو اعتراض کونکو د غوښتونو او انتقادونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې د ګوتو په شمېر کسان د دوی پر وړاندې د توطیې په توګه کار کوي.

شفیق الله ستانکزی
شفیق الله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"پنځه کسان دي چې د یوې توطیې په ډول کار کوي، خو موږ باید د نړیوالې شورا په اصولو کار وکړو او خپل اداري تشکیل هم د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په څير جوړ کړو موږ همدې ته کار روان کړی چې ځينې ډيپارتمنتونه بیخي له منځه ولاړل او ځينې اضافه کېږي."

د افغانستان کرکټ مشرتابه نن په یوه خبرې ناسته کې د معترضو کارکوونکو تورنه رد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دوه میاشتې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ په کومه برخه کې چې د ادارې او لوبغاړو رول خورا مهم دی.

نو پوښتنه دا ده چې اوسني اختلافات به په ټوله کې د کرکټ پر روان سفر څه اغیز ولري.

د کریکټ د چارو کارپوه قسیم هلال که څه هم په اداره کې له ستونزو انکار نه کوي خو وايي اوسني اختلافات د افغانستان نوم ته زیان رسولای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کرکټ بورډ کې پر ستونزو څوک سترګې نه شي پټولای په دواړو ډلو کې داسې خلک شته چې په واسطو راغلي خو په اوس وخت کې له ادارې سره پریکون د کرکټ په زیان دی."

له دې ټولو سره د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس وايي چې دا ډول اختلافات یې د اصلاحاتو او معیاري کېدو مخه نه شي نیولای خو د کاري اعتصاب کوونکو سره خبرو ته حاضر دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG