د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

دنیا: داعش له میرزا اولنګه ۳۵ نجونې د قزل غوش ولسوالۍ ته وړي


د کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ ترمنځ کتنې ته اشاره کړې او دا یې ویلي چې ولسمشر غني له اغلې تهمینې غوښتنه کړې چې د پاکستان له نوې رهبرۍ سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندیښنې شریکې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني همدا راز غوښتنه وکړه چې پاکستان باید د لندن د هوکړې پر اساس د ترهګرو د ځپلو لپاره اساسي اقدامات وکړي او له خپلې خاورې پر افغانستان د راکټي بریدونو مخه ونیسي.

د انیس دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې د کتنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی او په کې یې د ولسمشر غني له قوله کښلي چې هېڅکله باید د ترهګرو ترمنځ د ښو او بدو توپیر ونشي ځکه چې ترورېزم د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی.

د مسیر ورځپاڼې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په اړه په یو مطلب کې د ولسمشر د مرستیال ویاند نجیب الله ازاد هغه خبره راخېستې چې د افغانستان په اړه د کابلوف څرګندونې غیرې مسؤلانه او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې امریکايي پوځيان په افغانستان کې د امنیتي او ستراتیژيک تړون له مخې حضور لري او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې دا هېواد د افغانستان مهم متحد دی.

ورځپاڼې د ښاغلي ازاد له قوله همدا شان لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شتون په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم دی.

ورځپاڼه لیکلي چې ښاغلي ازاد تمه ښودلې چې روسیي چارواکي به په راتلونکې کې له دغه ډول څرګندونو ځان وساتي.

ورځپاڼې لیکلي چې ضمیرکابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو او داعش په وړاندې جګړه کې امریکايي پوځيان ماتې خوړلې نو باید له دې هېواده خپل پوځيان وباسي.

دنیا ورځپاڼې د جوزجان د ولایتي شورا د وکیلي حلیمه صدف کریمې له قوله لیکلي چې داعش ډلې له میرزا اولنګ درې ۳۵ نجونې او تازه واده شوې مېرمنې له ځانونو سره د قزل غوش ولسوالۍ ته وړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي دي چې داعش ډلې د جنسي استفادې لپاره له ۳۴ ډېرې نجونې او تازه واده شوې مېرمنې د میرزا اولنګ له روستايي سیمې جوزجان ته انتقال کړي دي.

ورځپاڼې د ولایتي شورا د غړې حلیمې صدف له قوله لیکلي چې عرب، ازبکستاني، قرغیزي او چیچنیايي وسله والو دغه نجونې د قزل غوش ولسوالۍ ته له ځان سره راوستې دي.

ورځپاڼې د درزاب ولسوال باز محمد داور له قوله يې لیکلي چې د دې نجونو په منځ کې یو شمېر يې د ننګرهار او غور ولایتونو څخه هم راوستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG