د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې او مقالې


Generic – Detail of a pile of international newspapers
Generic – Detail of a pile of international newspapers

انډیپنډنټ ورځپاڼه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو په وړاندې د حملو د زیاتوالي په ترڅ کې په کونړ کې د امریکایي ځواکونو له خوا د داعش سخت دریځې ډلې د څو مهمو قوماندانانو د وژل کېدو مسئلې ته پام اړولی خو ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې روانې جګړې ته له دې اړخه کتنه کړې چې له شپاړسو کلونو وروسته په واشنګټن کې په دې اړه چې د دغې جګړې چارې خصوصي امنیتې کمپنۍ ته وسپارل شي، بحثونه تاوده شوي دي.

انډیپنډنټ لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په کونړ کې د اسلامي دولت ډلې د مشر عبدالرحمن په ګډون د دې سخت دريځې ډلې د څلورو قوماندانانو وژل پر دې ډلې سخت ګذار بولي او ژمنه یې کړې چې په روان کال کې به داعش ډله په افغانستان کې ماته کړي.

د انډیپنډنټ په لیکنه ښاغلي نیکلسن په تېر اپریل میاشت کې هغه تر ټولو غیر اټمي بم ته اجازه ورکړې وه چې د کونړ په څنګلوري ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت ډلې پر مورچلو را وغورځول شو.

د اسلامي دولت ډلې او طالبانو په وړاندې د جګړې د تېزېدو په ترڅ کې د امریکا هوایي ځواکونو د دغو ډلو پر سخت دریځو د تېر جولای میاشتې ترپایه نژدې دوه زره بمونه غورځولي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰۰ بمونه زیات دي.

خو ورځپاڼې د دې ترڅنګ دا اندیښنه هم څرګنده کړې چې د اسلامي دولت ډله له دې سره سره توانیدلې چې د افغانستان په مختلفو برخو کې خونړیو حملو ته دوام ورکړی چې دې مسئلې داسې ویره زیاته کړې چې دا ډله د منځني ختیځ کړکېچ مرکزي آسیا ته ونه لیږدوي.

ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې روانې جګړې ته له دې اړخه کتنه کړې چې له شپاړسو کلونو وروسته په واشنګټن کې بحثونه پردې هم څرخي چې که د دغې جګړې چارې خصوصي امنیتې کمپنۍ ته وسپارل شي.

ټایمز لیکي، د بلک واټر امریکایي امنیتې کمپنۍ موسس ایریک پرنس وايي، دی دې ته منتظر دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه سپینې ماڼې ته ور وغواړي ترڅو د افغانستان د جګړې په اړه خپل پلانونه ورته تشریح کړي.

پرنس په ډېرو مرکو کې ویلي چې اوس د دې وخت دی چې د دغې جګړې لوری بدل شي او زیاته کړې یې ده چې که د دغې جګړې چارې ور وسپارل شي دی به د امریکایي ځواکونو پرځای پنځه زره اجیر امنیتي قراردادیان له امریکا، اروپا، استرالیا او جنوبي افریقا څخه چې د جګړو تجربه لري وګماري او هم به د دغه ماموریت لپاره د خصوصي هوایي ځواک ۹۰ الوتکې ځای پرځای کړي.

ټایمز لیکي، نوموړي دا ادعا هم کړې چې د جګړې اوسنی لګښت به له ۴۵ میلیارډ ډالرو څخه لس ملیارډ ډالرو ته راکم کړي.

پرنس دا خبره هم کړي چې دا به ډیره حیرانونکې وي چې که ولسمشر ټرمپ دی سپیني ماڼۍ ته ور ونه غواړي ځکه د هغه په خبره ټرمپ زیات لېواله نه دی چې هغه پلانونه لاسلیک کړي چې د هغه د جنرالانو له خوا ترتیب شوي او له مخې یې افغانستان ته په زرګونو نور سرتیري استول کېږي.

ټایمز د بلک واټر د کمپنۍ د موسس د دغو څرګندونو په اړه هڅه کړې چې د امریکا د دفاع وزارت نظر هم را واخلي.

پنټاګون د دغه پلان په اړه له څه ویلو ډډه کړې خو ویلي يې دي چې دا مسئله کاملا په سپینې ماڼۍ پورې تړلې ده.

ټایمز په عراق او افغانستان کې د بلک واټر امنیتي کمپنۍ ناوړه سابقې ته هم پام اړولی او په بغداد کې د یوې پیښې یادونه کوي چې په ۲۰۰۷ کال د دغې کمپنۍ کارکونکواولس عراقي ملکیان په ډزو وژلي و.

د ورځپاڼې په لیکنه د دغه پلان په وړاندې په واشنګټن کې انتقادونه هم زیات دي.

د ملکیان په کړکېچ کې په نوم د یوه څیړنیز مرکز مشرې فیدیریکه بوریلو ویلي، دا د متحدو ایالتونو او افغان ملکیانو دواړو لپاره یوه ناوړه طرحه ځکه ده چې په مخکې وختونو کې لیدل شوي چې اجیران چاته دومره حساب نه ورکوي او داشی موږ په عراق کې ولیدل او زیاتوي دا یواځې ملکیان دي چې د دوی د ناوړه کړو وړو سترتاوان پریکوي.

XS
SM
MD
LG